

عبدالقادر خان خټک
زه
چې هسې په خپل ځان باندې میېن يم
د جانان دې په جانان باندې میېن يم
د
خزان مېوه بهار، د بهار دی دی
تر بهاره په خزان باندې میېن يم
مه
دې وينم لباسي په سترګو تورو
زه په تا باندې میېن يم ته په نورو
هيڅ
حُرمت یې لکه حق و په ځای نه کړ
مېلمه شوی و يوسف په کور د کورو
په
ښه خوی په څه پروا کړم له بد خويو
قيمت لږ نه شو د دُر په اوبو شورو
د
مجنون په مخه سپی په کوڅه راغی
چې په رنځ د پمن وایې مبتلا و
هغه
دم یې تر پښو پرېوت مخ یې کښل کړ
چې په کوی کې یې ليدلی د ليلا و
شيخ
سعدي قدوه اهلِ يقين
چون منور ګشت از وزيرِ زمين
از
خرد جستم حساب رحلتش
در جوابم ګفت رح شيخ مومنين (۱۰۰۶ هـ ق)
په
هر کاله کې د مرګ ماتم دی
وبا نیولی اکثر عالم دی
ښه
ښه ياران خپله جدا کړ
تاريخ یې راغلی چې کال د غم دی (۱۰۹۵ هـ ق)
بنده
هغه بهتر دی چې له خپلو تقصيرونو
عذرونه په درګاه د خپل څښتن همېش راوړينه
کله
څوک توانيږي لکه حق یې د صفت دی
نبي دی که ولي دی چې ثنا اداء کوينه
په
ظاهر د آدم زوی په معنی پلار و د آدم
ظهور یې په آخر په حقيقت کې مقدم
محمد
رسول الله چې تل له ما په ده هر دم
صلي الله تعالی علی النبي وسلم
د
اُمت دېوال دې غم د پرتل نه کا
چې دې تا غوندې رسول یې پشتيان وي
د
هغوی بېړۍ به څرنګه ډوبيږي
چې خود نوح نبي الله یې کشتيبان وي
اې
د سحر چرګه! عشق حاصل کړه له پتنګه
وُسوزي په اور کې هيڅ آواز نه کا له ننګه
هر
چې لاف د عشق کا بيا له عشقه ګفتګوی کا
تشې دعوې کاندي په سالوس یې جامه رنګه
ګفت
په شريعت دی سکوت په حقيقت کې
کله ویېل کاندي مقرب د شاه له څنګه
نمر سپوږمی باد وريځی
چې تل ښکته پورته ښوري
همګي
ستا په خدمت دي
شپه و ورځ دې تا غم خوري
رزق
روزي درته موجود کا
د رحمت باران یې وُوري
دا
یې ستا لپاره هست کړه
ته غافل د حق له لوري
چې
په دا نعمت ړانده شي
په قيامت به وي مخ توري
د
آشنا صفت به څو پوښتې له ما نه
څه به وایې بېدلان له بې نشانه
عاشقان
په تېغ وژلي معشوقې دي
له وژليو آواز کله خيژي جانه
خوشحال
خان د شبهاز خان و، شهباز خان د يحیی خان
يحيی خان د اکوړي وو، سرای اول کړ ده
ودان
سخاوت
د دواړو خوی و، شجاعت یې لا ترې تېر
د خټکو سرداران و خدای پری رحم وکړه ډېر