

عبدالقادر خان خټک
دا
کارونه چې نن ګانده عيان دي
هيڅ په خوا په خاطر نه وو آسماني دي
چې
په وهم فهم نه هغه ښکاريږي
هوښيار ځکه همېشه په حيراني دي
ګهی
هسې کار ښکاره شي چې غمژن شي
ګاه کارونه په سبب د شادماني دي
ساقي
راوړه پياله چې راته يو شي
غم ښادي، ثبات هيڅ نه لري آني دي
نن
نسيم د پېښور له لوريه راغی
څو وينا یې راته کړې زباني دي
چې
نن شپه مومندو ووهلې تورې
چې وهلې نه افغان نه توراني دي
ليندو
غږ په غشيو وکړه کشاد کاڼي
په سرتور تورې وهي جمال خاني دي
ګویې
له ميانه د جمال سپايانو يووړ
چې په ننګ توره وهي جانفشاني دي
چې
لښکرې د مظلومو اعانت کا
خدای یې مل شه دا لښکرې رحماني دي
لاله
زار یې شګفته په سره اهاړ کړ
هر چې دا بهار نه ګوري زنداني دي
د
باړې اوبه یې سرې لکه شراب کړې
د سربند کاڼي همه ارغواني دي
يګانه
زلميو غږ و بله وکړ
چې وهه فلانی وهه هندوستاني دي
توره
شپه په تورو ورځ لکه صبا شوه
ځليدل یې لکه برق نيساني دي
همېشه
پښتون مومندو دی دروند کړی
که سبب یې د خفت مير افغاني دي
چې
په طمع د دنيا کاندي جنګونه
رنګ یې ورک شه که رستم دستاني دي
يوسفزی
چې زر وويني ننګ پريږدي
حريصان دي، طامعان دي، نفساني دي
په
خوله هر پښتون د ننګ خبرې کاندي
ننګ هغه کا چې ناني نه دي جاني دي
زر ناني
شه صدقه تر جاني ځوانه
پښتون ډېر دی، اما څه پکار ناني دي
دا
متل دی تېغ په اصل غوڅول کا
د مومندو تروې اوس نه دی کاني دي
آفريدی
شينواری جنګ په غرونو کاندي
غورياخيل په ميدان جنګ کا ميداني دي
مخ
یې نه دی د کتو رنځ دې پرې ښایي
چې نفاق کا همېشه په پښيماني دي
فريفته
یې په ویل مه شه نفاق دي
هغه څوک چې د لښکر په ويراني دي
د
مغل له دې لښکرو پرواه مه کړه
اتفاق یې سره نشته ځانځاني دي
په
قسم یې مبادا چې باور وکړې
سوګندونه یې دامونه شيطاني دي
له
بادشاه له شهزادګانو چې وسواس وي
اخته شوي دوی په جنګ سلطاني دي
د
سرونو نردبان ساز کړه باندې خېژه
مرتبې ته ختل نه په آسماني دي
نه له چا یې طمع شي، نه له چا وېره
څو خبرې رشتیا کړې کرلاڼي دي