...

عبدالقادر خان خټک

مرد هغه چې په بخشش لکه درياب وي
 په ښه بد باندې مشفق لکه آفتاب وي

لکه مزکه هسې پست په تواضع وي
 د همه واړه عالم مرجع مآب وي

په ثبات کې تر غره لا ثابت قدم وي
 په صفا او په نرمي کې لکه آب وي

تل یې وُچولی د مياشتې غوندې ويل وي
 دوست دښمن یې له ديدار کامياب وي

قناعت لکه همای په استخوان کا
 نه ظالم نه حرصناک لکه غراب وي

چې د ظلم لمبې بلې په عالم شي
 پرې بریان د ده خاطر لکه کباب وي

په نعمت کې شکر کا په محنت صبر
 زړه یې ټينګ په مسبب نه په اسباب وي

په قضا د حق راضي خُرم خورسند وي
 ورته يو جنت دوزخ ثواب عقاب وي

يو زمان یې زړه خالي نه وي له يادو
 که په ناسته که په تللو، که په خواب وي

اوامر لکه سنت ادا کوينه
 پټ څرګند له نواحي په اجتناب وي

که اشيا ورته ښکاره کماهيه شي
 مناجات یې «زدنی علما» يا وهاب وي

عام عالم ته ناست ښکاريږي په رفتار کې
 د وصال تر شپې لا تله د ده شتاب وي

له تاثيره یې بد نه لکه مِس زر شي
 په لمبو د عشق سوخته لکه سيماب وي

څو چې ګرځي د دنيا په خرابات کې
 په باطن کې آبادان طاهر خراب وي

د ډک سند غوندې آواز نه کا بهيږي
 نه پُرشوره پُرغوغا لکه سېلاب وي

د دانا د سوال جواب په ادب ورکا
 وا احمق ته یې په پټه خوله جواب وي

د ښو بوی یې په همه د يار پرېشان وي
 درست وجود یې په معنی د مشکناب وي

په ظاهر جامه له خلقه سره خلق
 په باطن کې تابعين وي يا اصحاب وي

هغه مرد ولي ګڼه عبد القادره!

چې عمل یې په سنت او په کتاب وي