

عبدالقادر خان خټک
که
دې نشته په يقين کې درغلي
د کوڅې د سپي یې تل څټه تلي
په
مزريو یې شرف دی د سګانو
چې انکار کا دغايي، دی د غلي
که
یې سپی په شور درياب کا ژبه تره
هغه دَم به یې اوبه شي عسلي
د
کمال وېره یې هيڅ د زوال نشته
لايزال یې دی کمال لم يزلي
تمامي
عالم دُرود ورباندې وايي
ځنې ځنې په خفيه ځنې جلي
موجودات
واړه لښکر، دی یې بادشاه دی
نمر، سپوږمۍ، ستوری یې واړه مشعلي
انبياء
یې د لښکر جماعت دار دی
سپاه نه پريږدي چې کا بد عملي
نقيبان
دي نقباء چې اهتمام کا
دا دې تا دوی خدمت سزا ولي
هم
په دا اميد ادريس د زرګري کا
که یې ساز د براق ځل کا بخملي
د
صالح ناقه تل سر وهي له کاڼیه
چې یې نه شوم په لښکر کې پرتلي
د
خليل غوندې به خلاص شي له نيرانه
که د ده په عشق کې نه یې خللي
عرش
یې تخت چې باندې ناست دی عدالت کا
چې اودس پرې کا کرسۍ یې صندلي
جبرایل
یې جلودار زين پوش په غاړه
په رفتار نه کا يو دم معطلي
ميکایل
مکيال په لاس خدمت یې دا دی
چې غلې یې و لښکرو ته تلي
اسرافيل
یې نی نواز حکم ته ګوري
بې دی کاره په بل نه دی مشغلي
عزرایل
یې دی شحنه دوزخ یې حبس
د دين غله یې بې عزته ور ولي
و
صديق ته یې په خدمت د رحلت ووې
نایب یې زما په حکم ازلي
چې
انکار کا څوک دې تا له خلافته
د هغو په دين کې پريوځي ارجلي
چې
رانجه کا د صديق د قدم خاورې
هاله کشف عطا شي د هر ولي
حق
ویل د توکل په قوت کيږي
د عمر غوندې بل څوک توکلي
که
حيا د عثمان پريوځي په خلق
په ايمان به درست جهان شي ممتلي
حد
د چا دی چې علی سره سيالي کا
ورته خدای وې «لا فتی الا علي»
څلور
واړه، څلور رکنه د اسلام دي
چې حاصل دې شي د خدای پېژندګلوي
د
اصحابو محبت قلب سليم کا
نه هغه کا چې یې زړه وي عللي
که
په چا دې محبت په چا دې نه وي
رافضي شوې، خارجي، معتزلي
په
حرمت د کربلا د شهيدانو
هم مې لری کړه له زړه طول املي
يا الله عبدالقادر ورځنې خلاص کړې
په حصار کې د هوا دی قبلي