

عبدالقادر خان خټک
په
خاطر باندې مې غم انبار انبار شي
په راتله دې همه واړه تار په تار شي
همېشه
راڅخه ناست اوسه په څنګ کې
ستا په ناست مې زړه آرام نيسي قرار شي
ښایسته
د چين ماچين که د بل ملک دي
همګي دې ستا تر کښليه مخه ځار شي
ستا
له حاله به و تا و ته څه وايم
پټ احوال به مو په مو درته آشکار شي
دا
رشتيا ویل ترخه په سړي لګي
چرې نه وي چې خاطر دې پرې آزار شي
په
ترخو کې نفع زياته تر خوږو ده
باندې ځکه رغېدنه د بيمار شي
چې
ویل د نېکخواه نغوږي پرې عمل کا
هم هغه به په خپل عمر برخوردار شي
د
زړه غوږ باسه و ما ته چې ووايم
څو خبرې چې ګوهر دې ترې نثار شي
د
صورت خوبي همه په عاريت ده
څه خوښي به د دانا په مستعار شي
ستا
پخوا ښایسته هم وو، ورایې تېر شول
په خپل حسن به ستا څه رنګ اعتبار شي
د
ښایست خو دې يو څو ورځې باقي دي
پژمرده به دې د مخ تازه بهار شي
صباحت
به دې بدل په قباحت کا
چې دې تور وېښته ښکاره په سپين عذار شي
دغه
مخ چې دې تر ګل ښایسته روغ دی
د وېښتو په ټوکېدل به لکه خار شي
دا
چې اوس درپسې ګرځي ډلې ډلې
همګي به له تا بيارته په وار وار شي
دغه
ناز به دې بدل واړه په نياز شي
څوک به نه وي چې د ناز دې خريدار شې
هم
هغه چې اوس بلا دې تا اخلي
تر بلا به درته بد دې تا ديدار شي
ستا
وېښته به لکه خار ورباندې څرخي
چې په تا میېن له تا بوس و کنار شي
د
پڼو په ځای به ناست یې په مجلس کې
اوس دې ناسته که په غېږ کې د خپل يار شي
دا
چې اوس دې په ليدلو نه مړيږي
هم هغه چې تا ته ګوري، به یې عار شي
ګهه
ګهی چې تېر ساعت درته زړه ياد کا
ستا به سرې وښکې روانې په رخسار شي
که
دې خوی خصلت د ښو وي خوښ به اوسې
که خصلت دې د بدۍ وي ستا به زار شي
د
سيرت خوبي پيدا کړه چې باقي ده
په دنیا په آخرت به دې په کار شي
مټ
په علم په ادب په ښه خلق کړه
چې دلې هورې دې جوړ پرې کاربار شي
نېک اندېش، نېک ګفتار، نېک کردار شه
چې مُمِد دې په هر کار پروردګار شي
کميني
کړه چې هر چا و ته عزيز وې
کبر مه کوه آخر کبرژن خوار شي
همېشه
خوله پټه اوسه په مجلس کې
په ضرور دې ستا د خولې ویل اظهار شي
که
دې سر درومي دروغ مه کړه رښتيا کړه
دروغژن سړی بې قدره بې وقار شي
له
هيچا نه غيبت مه کوه چې اور دی
کل طاعت به دې سوخته په دغه نار شي
سخن
چين مه شه، نمام چې په قيامت به
دا دوه ګروهه په دوزخ کې ګرفتار شي
چې وعده وکړې له چا، نوره یې مه کړه
فرق په دا د مسلمان او د کفار شي
قناعت
په خپل قسمت کړه حريص مه شه
د ازل وېش به نه لږ نه به بسيار شي
سخاوت
کړه که په لږ وي که په ډېر وي
په دا خوی سړی هر چا و ته رویدار شي
شجاعت
په موافق د شريعت کا
بې له شرعې به له تا که څوک آزار شي
بې
قضا دې نشته مرګ په غليم مټ کړه
که په لاس د همه واړو ذوالفقار شي
فخر
مه کړه په دنيا، د هندو هم وي
د مومن په ښو خويونو افتخار شي
له
هغه مجلسه تښته په کروهونو
چې ویل پکې د شر يا د اشرار شي
ناست
ولاړ دې د هغو زلمیانو ستا وي
چې په تا کې یې ښکاره د ښو آثار شي
چې
یې مينه په شرير وي، دی شریر شي
هر چې مينه په اخيار وکا اخيار شي
چرې
نه چې و زنا و ته زړه هسک کړې
ځوانيمرګ به په دنيا کې زناکار شي
د
دوزخ د عذابونو به لا سخت وي
په قيامت چې بوی روان د ده مردار شي
بنګ
شراب مه خوره چې ورځې د قيامت شي
خمر خور د بت پرستو په قطار شي
يو
ذره خلاف د شرعې قدم مه ږده
د کتاب په موافق دې ستا رفتار شي
که
په دا ویل عامل شې زما جانه
ستا مکان به د جنت تحت الانهار شي
ستا په شعر آفرين عبدالقادره!
په پښتو خو به هم هسې رنګ ګفتار شي