...

عبدالقادر خان خټک

د بقا بهبود یې هيڅ نشته فاني ده
 په دنيا چې مينه کاندي ناداني ده

د دنيا د خلقو کار راته ښکاره شو
 د سېلاب په مخ یې کړې وداني ده

دا چې ته یې وداني ګڼې نادانه
 د عاقل تر فهم عين ويراني ده

تارکان به یې دلې هورې خوشحال وي
 تر حاصل د راغبانو پښيماني ده

جمعيت د زړه په بخره و يک بين شو
 د دوبين په بخره شوې پرېشانې ده

د محنت په لارې ځه که مراد غواړې
 ستا د مراد ترمينځ پرده تن آساني ده

هندو هم په خوله ویل کا چې خدای يو دی
 و قضا ته ځان سپارل مسلماني ده

نفساني کارونه کفر ورښکاريږي
 چې یې بخره له ازله روحاني ده

په پرېښول به د مراد، مراد حاصل کړې
 ګام په ګام د پاسه کېږده کامراني ده

چې په لهو په لعبت یې ضایع نه کړې
 دا څو ورځې غنيمت زندګاني ده

نوراني یې په طاعت په عبادت کا
 کله شپه د بيدارانو ظلماني ده

چې ماذون له حقه نه وي شيخي کاندي
 باور وکړه شيخي نه ده شيطاني ده

چې یې صرفه د پيرانو په خدمت کړه
 هم هغه بهره موندلې له ځواني ده

خود پرست دې عاشقي ته هوس نه کا
مرتبه د عشق اول جانفشاني ده

تحير په موافق د معرفت دی
 څو یې شناخت هومره یې زياته حيراني ده

په يوه دانه اووه سوه دانې اخلي
 په دا شان د نېکوکارو دهقاني ده

پاس د زړه په اس قدم، پاس د نفس کړه
 پاس په تخت کېنه شاهي ده، خاقاني ده

د مزري غوندې سرکوز نه ځي په لارې
 په هر لور دې لکه شوې نګراني ده

پوښتيده به هر يو شی له رعيته
 هر سړي ته یې ورکړې سلطاني ده

حکومت ناستی په پل د جهم دی
 سهله کله د عالم حکمراني ده

رعيت لکه رَمه له لېوه ژغوري
 بادشاهي په حقيقت کې شباني ده

په ستم یې تمامي جهان خراب کړ
 څه عجب د اورنګزیب جهانباني ده

که رستم غوندې ځوان لاندې کړي دا څه شي
 د زېردستو جفا وړه پهلواني ده

دا به واړه ستا په ځان باندې تاوان شي
 که دې ملک که دې دولت، که دې خاني ده

عاليشان به په نخوت په کبر نه شي
 کميني کړه، کميني عاليشاني ده

په دا قول متفق دي، هوښيار واړه
 چې بلا تر هر څه سخته لساني ده

که خبر په حقيقت یې د خبرو
 خاموشي کړه، خاموشي سخنداني ده

خپله ژبه یې په ځان باندې بلا شوه
 چې بلبله په قفس کې زنداني ده

ځان تر هر چا کم ګڼه عبدالقادره!

 که پوهيږې هم په دا کې کلاني ده