...

عبدالقادر خان خټک

همېشه مې ستا له غمه مشغولا ده
 ستا له پسته راته پاتې ښادي دا ده

خپل پردی راځنې واړه کناره شول
 چې تل مله ده، راسره اندېښنه ستا ده

په بهانه د آه خپل دم راځنې درومي
 له همدمو بېهوده ګيله زما ده

وښکې هم د وچېدو له وېرې لاړې
 له تودې تېغنې مې ګرمه سينه لا ده

نا آشنا همېشه خوښ ګرځي هوس کا
 په جهان کې د غم بخره د آشنا ده

د غم تخم آشنايي ده که یې ګورې
 معتبره و هر چا ته دا وينا ده

د هجران غشی په هره سينه لک دی
 چې و هر لوري ته غوږ باسم زګېروا ده

څوک چې وایي تر بلا، بلا وي سخته
 کله سخته تر بيلتون بله بلا ده

جدايي په نابودي سړی راضي کا
 له ژوندونه په مرګ مينه د جدا ده

دا چې وایې بد ژوندون تر مرګ بدتر دی
 اوس پرې پوهيږم دا وينا رشتيا ده

مرثيه به دې په هسې مضمون وایم
 چې هيڅوک پرې نه پوهيږي چې د چا ده

د تا درد مې په بېدردو  پېرزو نه شي
 ستا د درد د درست جهان خوښي بها ده

د فراق په اور دې وسوم نومی وچ شو
 اوس مې تل په وچو سترګو ستا ژړا ده

چې هر څيز دې يادوم په زړه ورتيږم
 لا چې ډېر مې ژړوي دې تا خندا ده

زه چې ستا په تلني ژغ سره تېر نه شوم
 که خوارېږم پس له تا دا مې سزا ده

په ارمان د ملاقات له مونږه لاړې
 زمونږ ستا د ليدو ژمنه په عقبا ده

خپل پردی درباندې هيڅوک حاضر نه شول
 نه دې پاتو مال او ملک نه دې دنيا ده

چې پيشه دې پاتې نه شوه و کفن ته
هم دا نښه ستا د جُود او د سخا ده

له اهلو که دې خپل وو که پردي وو
 ځنې تا ليدلې څو رنګه جفا ده

خپل شامت به یې دلې هورې خراب کا
 چې بدي کا د هغو بدي جزا ده

په وطن کې مسافر غوندې وفات شو
 خېلخانه ورځنې واړه پسِ شا ده

خپل دې نه و چې دې حال ورته بیان کړې
 له فاني دنيا دې وړې ډکه خوا ده

د دنيا خلقو خو واړو درته شا کړه
 ستا تکيه په خپل څښتن په خپل پيشوا ده

بې له صبره له تسليمه چاره نشته
 مونږ وروړې په قضا د حق رضا ده

په حرمت د پاک رسول چې په قرآن کې
 خدای په څو رنګه د ده کړې ثنا ده

د دوزخ له عذابونو په امان شې
 بهشتي شې شپه او ورځ مې دا دعا ده

تر دلې به هورې خوښ وي فال دې ښه دی
 خدای چې ايښی د خوشحال نامه په تا  ده

نه يوازې هجران لوټ عبدالقادر کړ

 په هر ملک په هر ديار کې دا غوغا ده