...

عبدالقادر خان خټک

ياره ستا د هجر غم راته درياب شو
 تر نظر مې د دنيا هوس سراب شو

ستا په تلو مې د خوښۍ بساط ونغښت
 مُهيا راته د غم واړه اسباب شو

که پخوا مې ډېر غمونه وو ليدلي
 لا مې ستا په جدایۍ کې زړه کباب شو

په معنی کې خټک تېغ و، ته یې آب وې
 غوڅول به اوس په څه کا چې بې آب شو

خدای له مونږه لا په تا باندې میېن و
چې رحلت دې له دنيا په دا شتاب شو

د مخ آب یې هرګور ډېر و بې حسابه
 مستسقی به یې په تش ديدن سيراب شو

زر ريزي یې لکه ګل په وا جبين وه
 نه تريو په وخت د داد لکه سحاب شو

دوست دښمن یې له جماله بهره ور و
 د هر چا د زړه ارمان د ده شباب شو

دُر ګوهر به یې له لعلو ريژيدن کړ
 چې ګويا به په کلام باصواب شو

سپک ویل یې هرګز نه وتل له خولې نه
 چې به چا و ته په قهر و په عتاب شو

د ارمان د دانو ډک لکه انار لاړ
 د ژوندون له باغه کله مزه ياب شو

له اندوه رڼا ورځ لکه تياره شوه
 چې غروب د ده د کښلي مخ آفتاب شو

چې یې خوب په پالنګ نه کېدو بې ګلو
 په بستر د خاورو څرنګه په خواب شو

په هغو رخسارو پرېوتلې خاورې
 شماتت یې چې په ګلو د ګلاب شو

چې دا هسې رنګ ځوانان پکې پراته دي
 په آسمان باندې ډېر فخر د تراب شو

د رستم د اسفنديار د جواب ځوان و
 د قضا حکم پرې راغی لا جواب شو

عطارد یې په آسمان مرثيه وایي
 د زهرا له لاسه مات چنګ و رباب شو

په بهانه د بارانه چې ده وفات کړه
 فلک هم د نوحه ګرو په حساب شو

غواصي کوم د وښکو په درياب کې
 نه یې مومم معظم دُر ناياب شو

په ژړا په واويلا له مونږه بېل شو
هجران هيڅ زړه سوزی نه وکړه قصاب شو

که د خپلو په ژړا جنت مونده شي
 سکه بېشکه وا په ده د جنت باب شو

درويشت کاله د ده  عمر زر اته نوي (۱۰۹۸هـ)
 د هجرت حساب په حکم د کتاب شو

چې د ښهر وداني و ځنې ووت

 سرای ته څه عبدالقادر درومي خراب شو