...

عبدالقادر خان خټک

چې دلې نه شوې په شرعه مستقيم
 د صراط په لار دې وينم هورې بيم

که په اور د رياضت خپسر وسوزي
لاله زار به درته اور شي د جحيم

د ګناه تورې د سترګو په اوبو ځي
 له ژړا دې قراري نه کا اَثيم

چې هيڅ زېرمه د عقبا د سفر نه کړي
 د دنيا په سرای کې ځان ګڼي مقيم

عاقبت به د ارمان ورغوی ژوي
 د هغو چې شيطان يار شو نَس نديم

د غليم په ویل ولې کړې کارونه
 که ته نه یې د خپل ځان سره غليم

د دانا صحبت صحت د رنځور زړه دی
 د نادان صحبت عذاب ګڼه اليم

چې راضي په خپل قسمت نه یې، حرص کړې
 سکه پيدا کا بې قديمه بل قسيم

مګر سترګې یې د ګور خاورې مړې کا
 موړ به نه شي حرصناک په زر وسيم

غاښ مات شوی په خوړل د کاڼو ښه دي
 نه يوه نمړۍ خوړلې د لیېم

د الله الف عصا ده پرې تکيه کا
 په ملا خُم مه شه مخلوق ته لکه جيم

که په خوله کلمه لولي نمونځ روژه کا
 دروغژن دی منافق سره سهيم

د دنيا کارونه وهم خوب و خيال دی
 تعلق به پورې څه کاندي فهيم

چې بې حقه نور باطل ورته ښکاريږي
هم هغه سړی دانا بوله حکيم

چې موجود یې موجودات کړه له عدمه
 څه مشکل که ژوند وي عظام رميم

خوشحال کړی یې هر څوک په خپل خپل کار دی
 په هر چا باندې یې لطف دی عميم

نا اميد یې له درګاه هيڅوک نه ځي
 تفاوت د نيک او بد نه کا کريم

چې به چا ورسره بد کړه ده به ښه کړه
 مصطفی ته ورکړ خدای خلقِ عظيم

چې په خوی د خدای په خوی و صفت شوی
 ځکه هسې رنګ زغونی و حليم

د نمرود آتش یې ځکه باندې باغ کړ
 چې خليل شو و قضا و ته تسليم

په صفت د کميني آدم صفي شو
 په صفت د تکبر شيطان رجيم

د ارشاد صابون اثر ور باندې نه کا
 سيه دل دې ازلي سيه ګليم

په آزار یې آسمانونه په لړزه شي
 هر ظالم چې په ژړا کاندي يتيم

چې دایم د مظلومانو وينې شومې
 ظالمان به پيالې وڅښي د حميم

چې په حال د مسکينانو ترحم کا
 په هغو باندې به رحم کا رحيم

چې لاړ نه شي په غفلت عبدالقادره!

 که پوهيږي غنيمت دی دال و ميم