

عبدالقادر خان خټک
شګفته
په باغ و راغ شول د بهار ګل
هم په بام هم په کوڅه هم په ديوار ګل
نه
يوازې ګل د ګلو بوټی ونيو
بادام ګل، شفتالو ګل ونيو، انار ګل
هر
اشيا د مزکې ګل پروردګار کړه
جمادات ګل، نباتات ګل، اشجار ګل
کاڼی
بوټی خار و خس په ګلو پټ شول
د همه واړو عيبونو شو ستار ګل
څو
د سترګو نظر لګي واړه ګل دي
وړاندې ګل وي وروستو ګل، يمين يسار ګل
هيڅ
يو ځای خالي له ګلو پاتو نه شو
په بازار ګل، په صحرا ګل، په کهسار ګل
که
آسمان په شپه په ستورو ښایسته وي
لا ترې مزکه ښایسته کړه په بهار ګل
عندليب
نارې وهي چې سيل یې کا
بهار درومي ريژيدون کا په وار وار ګل
لا
تر کوره کور ديد پروت په ګور کې ښه دی
چې به نه ګوري سږکال د دې ګلزار ګل
د
بهار په سيل جونه زلمی کښيږدی
په وربل ګل، په پټکي ګل، په دستار ګل
د
دلبر صورت تمام لکه ګل روغ دی
پښې یې ګل، لاسونه ګل، څهره رخسار ګل
مۍ
ګلګون، ساغر ګلګون، ښيښه ګلګونه
ساقي ګل، حريفان واړه ګل، نګار ګل
د
بهار په سيل وخوځه له کوره
د راتلو دې هر ګور ډېر کا انتظار ګل
چې
ګلونه بویوې احتياط بويه
چې په شونډو دې و نه کاندي پرهار ګل
چې
د ګلو هار په غاړه نازنين کا
په سينه باندې یې څرخي لکه خار ګل
خاص
و عام بهره مند په ننداره شول
لګښتونه به هر چا باندې کړه بار ګل
چې
د يار له وصله ښاد دی ګل به ګوري
د مهجور به هرګز هيڅ نه وي پکار ګل
چې
بې ياره د بهار په سيل درومم
په خاطر باندې مې لګي لکه نار ګل
په
هزار رنګه ګلونه شګفته شول
وليد نه شو يو په شان زما د يار ګل
چې
دا هسې یې په ډکه خوله خندا کړه
مګر نه و له خزانه خبردار ګل
په
هَوس په خوشحالۍ یې اموخته دی
ګل پروره مه کړه زر د زره خوار ګل
بلبل
هيڅ نه و خبر د عشق له تاوه
په فرياد کړ، په نارو کړ، په چيغار ګل
چې
د سرای په مزکه وا د سپرلي ګل شي
شرمنده کا د کشمير د بل د يار ګل
دارنګ
ګل چې په سږکال د غواص وا شول
د چا يار نشي پخوا هسې بسيار ګل
چې
نشان د خپل آشنا ورځنې مومي
ځکه ياد عبدالقادر کړ په تکرار ګل
په
بياض کې مې د شعر ډول ډول
شګفته دی تر واښه هزار هزار ګل