...

عبدالقادر خان خټک

که په تن دې هر وېښته ژبې هزار کا
 بيا د ژبې یې هزار هزار ګفتار کا

که سيندونه د جهان واړه سياهي شي
 قلمونه د جهان واړه اشجار کا

فرښتې، سړي، پيريان و بله ټول شي
 په بيان په کښو هزار ځله تکرار کا

د خپل خدای د نعمتونو په حساب شي
 ګومان مه کړه چې یې يو نعمت په شمار کا

د نور چا څه زور قوت چې اواالعزم
 په خپل عجز کې له دې بابه اقرار کا

هغه خدای چې پُرکمال دې په قدرت کې
 چې په خوا په خاطر نه وي هسې چار کا

په اوبو باندې يوه کرښه محال ده
 چې یې وکا، ځان که هر څو اُستکار کا

حکيمان که واړه جمع د عالم شي
 په هوا به يو ورق کله قرار کا

ده اساس د درست عالم په اوبو کښيښ
 د نور چا کله قدرت چې هسې کار کا

هم یې بې ستنو آسمان دی ودرولی
 حيرانيږي چې نظر ورته هوښيار کا

ګران آسان د ده قدرت و ته يکسان دی
 نه خلقت د چا آسان د چا دشوار کا

ورته يو خلقت د ماشي د آسمان دی
 کاه او کوه په يوه آن کې پديدار کا

باد او خاورې اور اوبه که هر څومند دی
 په يوه مکان کې جمع هر چهار کا

که پخپله اور غالب و په لرګيو
 ترو یې ولې په لرګيو کې ايسار کا

که څلور دی که پنځه که شپږ اووه دی
 همګي په حکم کار د کردګار کا

حرکات د هيڅ اشيا نه شي بې حکمه
 سکنات کله په خپل حکم اختيار کا

جهان پُر کاندي په ورځ د نمر له نوره
 بيا په شپه د ده نابود واړه انوار کا

ښایسته کاندي آسمان په شپه په ستوريو
 په ورځ مزکه ښایسته په لاله زار کا

د خزان په وخت زينت له مزکې يوسي
 ښایسته یې بيا په وخت د نوبهار کا

د اوبو تفاوت هيڅ و بله نه وي
 ترې پيدا رنګا رنګ ګل الوان اثمار کا

نه د ګلو رنګ و بوی په يوه شان وي
 نه لذت د سيبو ونه د انار کا

له يوه باغه ميوې له يوې مزکې
 تفاوت یې د لذت ترمينځ بسيار کا

په همه کاڼو تابش د نمر يکسان دی
 ځنې کاڼي، ځنی لعل ياقوت آبدار کا

له يوه څاڅکي پيدا کا مرغ چيچی
 په يوه څاڅکيه پيدا دُر شهوار کا

له يوه اصله نطفه پيدا انسان شي
 ځنې ځنې مسلمان ځنې کفار کا

څوک بدرنګ چې له ليدو یې نفرت مومي
 ځنې ځنې ښایسته ښکلی نګار کا

څوک توانګر د قناعت په خزانو کا
 څوک د طمعې د حرص په خواري خوار کا

څوک توفيق د طاعت بيامومي له ده نه
 شپه او ورځ یې خپل طاعت و ته بيدار کا

چې توفيق د عبادت ورځنې واخلي
 مخ یې تل په ميخوارۍ لا په قمار کا

له ازله چې طالع د چا ترخې وي
 له حلالو ورته لا خواږه مردار کا

خزانې یې لا يعد او لا يحصی دی
 ولې ورکړه و هر چا پخپل مقدار کا

نيک و بد له ده هر چا و ته رسيږي
 خوار هغه شه چې په دا باندی انکار کا

په طلب یې څوک په دَو څوک په تلوار ځي
 څوک په څوک په سينه پسې رفتار کا

د ميږي د پښو آواز آروي بې غوږو

چې په توره شپه په تور کاڼي ګوزار کا

نزدې لرې یې لیدو ته برابر دی
 د خظر حجاب یې غر نه یې ديوار کا

د نفس څښتن همه واړه هو هو کا
 نه يوازې ذاکران د ده اذکار کا

تسبيحات یې نه يوازې فرښتې وایي
 تقديسات همه ايشاء د خپل دا دار کا

د دنيا عمارتونه چې ليدل شي
 د دوران په زلزلو به یې مسمار کا

همېشه به یې چيچي پرې به هړاند وي
 په بخيل به د بخيل خزانه مار کا

چې د ظلم اور یې بل کړ په عالم کې
 ظالمان به ځان سوخته په دغه نار کا

په خپل ځان باندې ستم کا نه پوهيږي
 چې ستم په زيردستانو ستمګار کا

مکافات به يو په سله ځنې واخلي
 چې بې شرعې لږ د چا خاطر ازار کا

عاقبت به وږی تږی ځنې درومي
 که هر څو لیېم په کور کې زر انبار کا

چې بې ځایه ظلم کا په مظلومانو
 ځان ظالم په طوق د لعن ګرفتار کا

حسنات به ځنې واړه خصمان يوسي
 پرې انبار به د خصمانو بد کردار کا

دا دنیا لکه مزرع د آخرت ده
 پکې ګرځنی د ګلو، څوک د خار کا

د اخستو ورځ یې ورځ د قیامت ده
 هم هغه به وريبي چې کشت و کار کا

د جهان ورکول کل په عاریت دی
 تعلق به دانا څه په مستعار کا

چې یې پس له ده نور تار په تار ولجه وړی
 مرد هغه چې پخپل لاس یې تار په تار کا

چې پرې تله ترپلي لا د سپاره سخت دي
 بډای په پلي ولې شهسوار کا

چې په خدای باندې غني، غني هغه دی
 د سبب په غنا څه څوک اعتبار کا

لا يزال دی سلطنت د ګدايانو
 د زوال وېره یې نشته، نه یې ډار کا

دا د فقر لويي څو ده نه پوهيږم
 چې بهتر د موجودات پرې افتخار کا

ستا په در کې ګدا پروت په تورو خاورو
 که د درست جهان بادشاه شي ځنې عار کا

چې یې زړه په معدوم ټینګ دی تر موجوده
 ما دې خدای تر هسې رنګ ځوانانو ځار کا

ورکول په طمع ورکه د رشوت ده
 ابلهان به ورته وایي چې ايثار کا

که کنج غواړې رنځ څکوه عبدالقادره!

 مزدوري به هم هغه مومي چې کار کا