

عبدالقادر خان خټک
تا
ياري له ما نه پرې کړه، که پښيمان یې
بيا را درومه، هغه زړه، هغه مې ځان یې
همېشه
زما د باغ زرغون طوطا وې
اوس خبر نه يم، طوطا د کوم بوستان یې
که
طامع په سرير پاس کيني ګدی دی
که آرزو و ته دې شا کړه نور سلطان یې
غم اَلم به درته نه رسي اې ياره!
که د خپلې ژبې هر کله پاسبان یې