...

عبدالقادر خان خټک

پښې بربنډې، سر بربنډ ګرېوان پاره وي
 په طلب یې په ملکونو آواره وي

په ستنه شوې د دنيا له کاروباره
 تا ګنړلي ناشمارلي، هيڅ کاره وي

له دې عقله هيڅ فایده حاصله نه شوه
 لا يعقل د ليونيو په شماره وي

د آشنا د غم په سیند کې مې شنا کړې
 د جهان له هوسونو کناره وي

د عالم په نيک و بد غرضي نه وي
 بې جوابه، بې حجته بې چاره وي

په هر ځای چې کښلی وي عبدالقادره!

 په حيرت یې د جمال په ننداره وي