

عبدالقادر خان خټک
چې
وهلی مې هرګز دا خبر نه شوې
ستا له غمه درسته شپه ژړا چغارې
راشه
ګوره ننداره کړه څرنګ لک دی
ستا د غم غشی زما په زړه نګارې
چې
وکاږي یې هرګز سهيدی نه شم
د غمزې توره په ميان کې کړه خونخوارې
تا
چې راکړه، زه پرې بې حسابه مست شوم
پسينه خوله په دواړو شونډو شکر بارې
په
منځ منځ به یې وهم پرې به یې نږدم
زه به ستا په غليم وکړم هسې چارې
چې
یې وازه کړې هرګوره ښایسته شي
په خندا کې سپينه خوله پري رُخسارې
کلک یې ونيسه په لاس کې چې خلاص نه شي
زما زړه، که دلداری کوې نګارې