...

عبدالقادر خان خټک

دلبر مخ راته ښايي په هر آیين کې
 که په تور کې جلوه ګر شي که په سپين 
کې

ګهه په سترګو کې ځای وکړي زړه را کاږي
 ګهه په سترګو په رخسار او جبين 
کې

کله کله په ترسا کې مخ څرګند کا
 د صنعان په دور یې وران کاندي په دين 
کې

په چراغ کې تجلا وکا پتنګ ته
 بلبلانو ته ښکاره شي په نسرین 
کې

نور او نار یې د جمال جلال اثر دی
 قهر مهر یې په تلخ او په شیرين 
کې

که اثر یې د لبانو پکې نه وي

 نه به وو هومره خواږه په انګبين کې

يوه خدایه! عشق يو څرنګه لوی شی دی
 چې یې ځای نشي په چرخ او په زمين 
کې

ګنج همېش په ويرانه کې ښخاوه شي
 امانت یې ځکه کيښو په کمين 
کې

په هر څه کې ګوره يار عبدالقادره!

 که دې نشته شک ګومان په خپل يقين کې