

عبدالقادر خان خټک
په
ورځ لاف وهي د سولو ځان پتنګ کړي
په ماښام چې چراغ بل شي ځان په څنګ کړي
په
راحت کې تل زما په غېږ کې پروت وي
په نکبت کې اوس زما له ياري ننګ کړي
د
يارۍ اول قدم موافقت دی
د ملنګ ياره ځان بويه چې ملنګ کړي
د
نظر صيقل ښه مخ و ته کتل دي
له نظره مې به کله لرې زنګ کړي
آشنا
ستا له بې رحمۍ نه مې زړه چوي
زه حاضر، له بېګانه وو سره جنګ دي
خفتګان
به د قالين په رقص ګډ شي
که تر غوږو یې د پايلو نری شرنګ دي
ستا
په لاس د غمزې توره، زه تسليم يم
بيا په کوم ګناه زما له وژلو ننګ کړي
نور
به يار پسې جامې په خاورو رنګ کا
ما په تا پسې په خپلو وينو رنګ کړي
هاله لاف د عشق کوه عبدالقادره
که په يار پسې جوړ کور د دنيا ړنګ کړي