

عبدالقادر خان خټک
ربه!
ستا قدرت کمال دی که کرم کړې
وران کارونه مې به ساز په يوه دَم کړې
څه
يم زه، څه مې مقصود، څه زما کار دی
په زمان پوره کارونه د عالم کړې
لکه
نمر په سر یې ږدې لکه خس اخلي
سپک درانه کارونه واړه سره سم کړې
د
همه چارو اسباب درته موجود دی
شاه ګدای، ګدای بادشاه د لویې حشم کړې
په
قدرت هسې نور يوسي له آفتابه
ستوری وبريښي غرمه جهان تورتم کړې
ډېر
ښادمند په عشرت درسته شپه کارونه
په صبا یې د عشرت په ځای ماتم کړې
شپه له ورځې پيدا کيږي ورځ له شپې نه
و مرده ته ورکړې دم، ژوندی بې دم کړې