

عبدالقادر خان خټک
چې
دا هسې رنګ په نغته د خپل نس شوې
ځکه بند د غافلۍ په قفس شوې
شهبازان
په دغه کښيوتی نه شي
ته د غڼې په جال بند لکه مګس شوې
چې
هوا دې غورځوي هورې ته درومې
بې وقاره به څوک سپک تر خاروخس شوې
که
په اور د محبت دې خپسر وسوې
له غه پسه به ژوندی لکه ققنس شوې
چې
دې وپوښتی څوک هاله څه ووايه
بې هنګامه وياند څه لکه جرس شوې
که
پيشي غواړې ځان کم ګڼه تر بله
هم به هاله پيشي بيا مومې که پس شوې
چې اَسره دې وو کسان هاله دې غم و
هوس کړه عبد القادره چې بېکس شوې