

عبدالقادر خان خټک
دا
چې نور ښایسته ما ته يادوې
در پوهيږم بيا ستم بنيادوې
بې
له دې چې مدعي يم ستا د مينې
نور به کوم ګناه و ما ته زبادوې
چرې
نه وي چې ما هم ورسره خلاص کړي
چا وې نن چې بنديان آزادوې
انتظار
یې د ښادي اندوه دوتا کا
لا به کله اندوه کین دل شادوې
چې
آخر یې بيا هم ته په مزکه توی کړې
باده! ګل د چمن څله کشادوې
په
خالي فرياد به هيڅوک فرمان نه شي
تر ځان تېر شه که خپل ځان فرهادوې
ستا
دا خوی فلکه اوس نه دی ځایي دی
چې آبله د زمانې پرې مرادوې
چې
خبر په حقيقت د علم نه یې
په لږ علم ځکه ځان استادوې
لږ حجاب عبدالقادر ته د مخ واخله
که بنياد یې د هستۍ بربادوې