

عبدالقادر خان خټک
ته
چې دواړه سترګې تورې په کجل کړې
سياه چشمې د کشمير واړه خجل کړې
د
جوړا آواز دې لا عقل رُبایې دی
څه حاجت چې به دا ريال کې جلاجل کړې
خاورې
شوي ګلرخان مې زړه را ياد کا
نن نارې د نوبهار په ګلو جل کړې
ګله!
کشکې په دا باغ راغلی نه وی
زما زړه به د فراق په لمبو جل کړې
لکه
څوک د لاله زار په سيل درومي
و سره اور ته به درځم که یې بورجل کړې
د
هوا لړې دې پرېوتې په سترګو
چې په هسې سمه لار کې یې ارجل کړې
هره ورځ عبد القادره نصيحت کا
که ته غږ په وعظ کړې ونيو د اجل کړې