

عبدالقادر خان خټک
زه
که په رنګ بد يم کښليه! عار ولې له ما کړې؟
چارې د قسمت دي زه یې زشت ته یې زیبا کړې
يو ځلې
بيا راشه په ګلونو ګزر وکړه
اې د صبا باده! چې بيا نغښتې غونچه وا کړه
ګل
دې په هجران کې صد پاره خپله سينه کړه
سرې دې له فراقه لاله سترګې په ژړا کړې
ولې
له شيدا بلبلې مخ جار باسې ګله!
ته به دا خوبي کې هم د ده ناز ورسوا کړې
لا
خوشبويي ورکا عود چې واچوي و اور ته
زه به وفا زياته کړم که ته زياته جفا کړې
ته
د حسن نمر یې دا نور کښلي لکه ستوري
کُل به کالعدم شي، که ښکاره خپله بقا کړې
تل لباسي وایې دروغژن عبدالقادر ته
کشکې بل تر ده که مخلص يار چرې پيدا کړې