

عبدالقادر خان خټک
لا
دې يو ماڼې زوړ نه وي، نوې بيا کړې
چې یې غم لره زما سره آشنا کړې
يو
زمان راسره نه یې بې جفا نه
په هر دَم راسره سل رنګه جفا کړې
نه
دې وېره شي له آه نه شرميږي
په هر څه چې زه پسخيږم هغه لا کړې
له
اغيارو سره ناست یې په مجلس کې
چې ما ووينې روان شې را ته شا کړې
وايم
مه خانده بل چا سره زه سوزم
ته زما له کسته لا زياته خندا کړې
هم
مې خوږ په تېره تېغ د تغافل کړې
بيا ویل کړې له ناخواله چې «خوږ چا کړې؟»
په
ترخه ویل مې کله خاطر ښه کړه
که په ښو خوږو خبرو عار له ما کړې
چې
په ژمنه د راتللو دروغژن یې
دا د نه راتلو وعده ولې رښتيا کړې
بې
تا نه وينم په سترګو لا به کله
په ديدن زما ړندې سترګې بينا کړې
يو ځل
راشه زما خوار کره مېلمه شه
چې په راغله مې د غم خونه رڼا کړې
چې د مينې دعوی کړې عبدالقادره!
بويه دا چې ترکه خپله مدعا کړې