

عبدالقادر خان خټک
چې
بېرون کا له خاطره غيرت پاتې
هم هغه به یې په مخ کا سترګې لواتې
چې
یې نه په نورو خوري نه یې په ځان خوري
عاقبت شي د هغو خونې ميراتې
ربه
مرګ د خاکسارانو غوندې راکړې
چې وارث ته مې سپېرې ايرې شي پاتې
تایبانو
بيا توبې کړې، چې دلبرې
تورې زلفې په سپين مخ کړې ماتې ماتې
د
هر څيز رجوع و خپل اصل ته کيږي
ځکه درومي و بد ذات لره بد ذاتې
مني نه شي په درګاه د دلبرانو
که ورځي عبدالقادر په ننواتې