...

عبدالقادر خان خټک

نن سحر صبا نارې وکړې بلبلې
 د بهار زېری کاوه يوې په بلې

وې یې زېری درباندې خزان تېر شو
 بهار راغلی پاڼو ونيولې وُلې

وار د غم د محنت تېر شو خوشحالي کړه
 د غمژنو غوندې څه ننوتلې

اوس را درومه چې ګلونو باندې ګشت کړو
لور په لور د ګل غوټۍ دې غوړېدلې

«دې وې» تا د بهار غم لیدلی نه دی
 هم بهار په ما لمبې ولګولې

د خزان د بهار وریځې راته يو شوې
 چې مې دواړه تيريدونی وُګڼلې

له دې پسه به بهار په ځان حرام کړم
 د خزان خوښي مې زياتې وليدلې

خوشحالۍ به لکه زهر ور ښکاره کړم
 که د غم پيالې دې يو ځله وڅښلې

نصيحت عبد القادره ځنې واخله

 دا وينا بلبلو تا و ته ویلې