...

عبدالقادر خان خټک

اې په حسن تر همه کښليو اولی
 بيا دې واخستې ناسازې په لاس ولې

په وار وار د ډېرو زلفو دور تېر شو
 ستا په مخ به تل پرتې نه وي وَلولې

د عشق سر دې سلامت وي کښلی ډېر دی
 چې سر وي په جهان لږې نه دي خولې

در پوهيږم په خبرو مې تېر باسي
 چې ويیلی شي دا هسې مطلولی

دا سبق چې تل له يار سره جفا کړې
 راته ووايه له کومه ملا لولې

لا د عشق د خامۍ لرې عبدالقادره!

 چې د يار له جفا زار کوې يا نخولې