...

عبدالقادر خان خټک

ما هرګز په درست جهان کې نورې سترګې
 لکه ستا لیدلی نه دی تورې سترګې

بېهوده په غزاله وو پسې ګرځې
 زما يار لره راځه که ګورې سترګې

چې فایده یې د ښه مخ لیدلی نه وي
 د هغو سړيو ښې دي کوری سترګې

نه دې شرم له پيره نه له ميره
 ستا په دود به د چا نه وي سپورې سترګې

ثوابت یې تر نظره سياره شي
 چې یې سروې ګرځيدلې تورې سترګې

چې جهان می یې په سترګو ليده، لاړ شو
نور می خدای کا له عالمه پورې سترګې

په ديو سترګو به یې ځير عبدالقادره!

 نه کړې نورې په خپل مخ کړه پورې سترګې