...

عبدالقادر خان خټک

که په حسن نه وي دا ښکلې ملوکې
 تر ویې ولې هورې شوې ملوکې

د عاشق تر زړه یې ووېستې منګولې
 دواړه سترګې یې شاهین باڼه یې نوکې

د هجران له درده هيڅ سړی خلاص نه دی
 څوک په ورو ورو آشنا ژاړي څوک په کوکې

د فراق په لمبو زړه سوری سوری شو
 چې ښکاره یې کړي وېښتو تر زنې څوکې

چې یې و نه ميانه زمونږ دلبر ده
 و نور خلقو و ته پريښی لنډې بوکې

عاقبت به خپله ږيره کړه ککړه
 چې په لوري د آسمان غورځوي توکې

په جفا یې صبر کړه عبدالقادره!

 په جهان کې کښلی نشته نيک سلوکې