

عبدالقادر خان خټک
اې
چې په قد سروه په ښه مخ ګلزاره یې
ته په دا ښایست د کوم نيک بخت نګاره یې
سره
نمری اغوستی، ولول زلفې سترګې تورې
خير دوی چې بيا د چا په تاخت تياره یې
هيڅوک
دې مخی د ښایست نشته په جهان کې
هی توبه له تا چې ته د ډېرو ياره یې
تل
دې دواړه شونډې په نوشل د وينو سرې دي
زړه په چا نه سوزي ته يو څه خونخواره یې
حسن
دی که خيال دی، که دماغ که مکيزونه
ته په دا خويونو په عالم اوڅاره یې
نه
مې په بل کښلی نظر کړي، نه په ګل دی
بيا په کوم ګناه دا هسې شان آزاره یې
څرنګ به باور عبدالقادر ستا په ياري کا
يو ساعت یې ياره، بيا په بل ويزاره یې