...

عبدالقادر خان خټک

لکه زه په يار مفتون يم، بل به نه وي مفتون هسې
 لکه زه پسې محزون يم بل به نه وي محزون هسې

پرون غېږ په غېږ له ياره نن ترمينځ لري ملکونه
 دا انصاف د زمانې دی، چې نن هسې پرون هسې

په قيامت به هم په هوش، د الفت ليونی نه شي
 چې به روغ شم بې ديدنه زما نه دی جنون هسې

خط په مخ د دلبر راغی، شور د زړه په ښار ګډ شه
 چې د حُسن بادشاه ليږدي، د دې خط دی مضمون هسې

آیېنه د خپل زنګون و ما ته جام جهان نما شوه
 ځکه سر لرم تل ايښی د فکرت په زنګون هسې

په کاته د سترګو زړه وړي په خبرو ځنې صبر
د جهان په مخ به نه وي سحر هسې افسون هسې

د دنيا په غليمي کې عيسی وخوت و آسمان ته
 په دوستۍ کې یې لا ځي تحت الثری ته قارون هسې

د ژوندون فایده دا ده چې ليده کوي د کښليو
چې یې دا فایده نه وي مرګ بهتر تر ژوندون هسې

دا غزل په پښتو ژبه چې بيان عبدالقادر کړ

 دروغژن يم که بې خانه وایې بل يو پښتون هسې