

عبدالقادر خان خټک
څه
په سيل د باغ لاړ نه یې چې راشې
چې مې وويني له ورايه په خندا شې
زه
له شوقه استقبال ته ور روان شم
ته له ما غاړه غړيه خوا په خوا شې
رنګارنګ
د باغ مېوې ګلونه راوړې
ماجرا د تلو راتلو وایې ګويا شې
که
په زړه باندې مې غم و اندوه پروت دی
په نفس یې تار په تار کړی غم رُبا شې
زه
دې درسته ځير ځير و مخ ته ګورم
ته ناظر وخپلو پښو ته له حيا شې
چې
خوب درشي سر زما په زنګون کېږدې
د غونچې غوندې وده په غېږ زما شې
زه
دې مخ ته نظر کړم په رټ رټ ژاړم
چې آخر به يوه ورځ له ما جدا شې
زما
وښکې په رخسار دې تا پريوځي
ويښ له خوبه لکه ګل په شبنم بيا شې
په
رومال مې سترګې وچې کړې ډاډ راکړې
زه فرياد کړم ته زما په دلاسا شې
ټینګوي
ژړا زما د زړه د پاره
چې غريو زور درباندې وکا په ژړا شې
زه
تر تا اول مرګ غواړم، ته له ما نه
زه و تا ته، ته و ما ته په دعا شې
اې
زما میېنه لاړې هسې ملک ته
لا عجب دی که په خوب کې رانما شې
مګر فضل د خدای وي عبدالقادره!
چې له ياره مشرف په وصال بيا شې