...

عبدالقادر خان خټک

محبت په تور او سپين راغلی نه دی
 په اصيل او په کمين راغلی نه دی

صد ساله مومن کافر، کافر مومن کا
 په مذهب په کيش په دين راغلی نه دی

عشق عطا ده ازلي چې په چا وشي
 په ارشاد او په تلقين راغلی نه دی

بېهوده په عشق کې و سال کوي د صبر
 د دې خواست هرګز امين راغلی نه دی

په راتله یې ښایسته د مزکې مخ شه
 په دا شان څوک په زمين راغلی نه دی

په دوکان د عطار هومره خلق پنډ وي
 څو په زلفو عنبرين راغلی نه دی

نه تنها عبدالقادر له تا زړه خوړين وړي

 څوک له تا نه په زړه خوړين راغلی نه دی