

عبدالقادر خان خټک
نن
مې بيا تر بادشاهانو زيات دماغ دی
چې ساقي راته ولاړ په لاس اياغ دی
چې
یې داغ د غلامۍ راباندی کېښ
افتخار مې په دوه کونه په دا داغ دی
رڼايي یې نه په نمر، نه په سپوږمۍ شي
د عاشق د غم د خونې، غم چراغ دی
د
اميد ګلونه ژر پژمرده کيږي
چې دایم تر و تازه دی، د ياس باغ دی
د
تشويش په تله یې لا تشويش زياتيږي
فراغت مې د خاطر په نه فراغ دی
ښه
په ښه باندې میېن وي، بد په بدو
طلبګار د بازو باز، د زاغو زاغ دی
چې د خولې وعدې کوي عبد القادر ته
دا ویل دې په رښتيا دی، که دې لاغ دی