

عبدالقادر خان خټک
چې
حجاب ترمينځ زما، زما د رب دی
اول زه، دویم عالم، دريم سبب دی
تر
شيطان چې لا غليم زمونږ د دين دی
اول نفس، دويم شيطان، دريم غضب دی
چې
سړی پرې دوست دښمن و ته عزيز شي
اول حلم، دویېم جُود، دريم ادب دی
دا
درې درده خدايه واخلې له دردمندو
اول غوږ، دویېم ليمه، دريم سروب دی
چې
دا درې څيزونه پريږدې مُراد مومې
اول نام، دویم آرام، دريم طرب دی
ودانی
د کاینات دی په درې څيزه
اول مږ، دویېم غنم، دريم عنب دی
چې مطلوب ته رسوي عبد القادره!
اول صدق، دویم شکيب، دريم طلب دی