...

عبدالقادر خان خټک

وایم وایم چې چا نه وې بيا به وایې
 تل د ښو عمل کوه، عمل به بيایې

که په ډير مښود دولت د دنيا ټول کړې
 واړه سعې دې ضایع ده چې نه پایې

د نعمت ګټل آسان ساتل یې ګران دي
 فهم وکړه، چې ګټلی نه کړې بایې

ځان غبار کړه د هغه صبا د لارې
 چې ګذر په کوڅه کا د دلربا یې

دواړه پښې زما  په خوږو سترګو کېږده
 د بيمارو سترګو پهی دی ستا پایې

ستا په مينه باور څه عبد القادر کا

 چې هيڅوک درنه پوهيږي چې د چا یې؟