

عبدالقادر خان خټک
يار
راځي لاړ شو دمه کړم په ګفتګو یې
ګل د ګلاب تېر شي بوی اخست شي له اوبو یې
نمر
و ته نظر کړم چې مې ياد د آشنا مخ شي
نوې مياشت ته ګورم چې را ياد یې شي آبرو یې
پاس
مې په تندي کيږده قدم د چنبې ګله
سپين نازک په مثل ته زما د يار درُو یې
يا
راغلی د يار د کوڅې يا راغلی له خلده
اې د صبا باده ته چې هسې رنګ خوشبو یې
شنډه
ونه مشې چې فایده ترې مونده نشي
ونه شه بارداره د خپل يار په لمن تویې
غم
اندوه په بخره د هغو چې عاشقان دي
خوښ ګرځه زاهده چې له عشقه یې پخشو یې
نه
ښایې و سپو ته د انسان خبرې بزرګې
ته چې له رقيب سره مدام په ګفتګو یې
واوره
بله نشته دا وينا وايم څرګنده
يا به یې خوله کښل کړم يا به وينې کړم پر تویې
زرکی
دې خجل کړی تر يانه پورې کُل واړه
ته چې په انګړ کې په خرام په تګ و پو یې
ستا ده د بل نه ده زما خوله عبدالقادره!
ولې یې دا هسې د حرص په ځله ژویې