

عبدالقادر خان خټک
محبت
په کښليو کا تمام وګړی
چا دا اور دی ښکاره کړی ځنونغړی
ثمره
یې خواه مجاز خواه حقيقت دی
په انسان کې دی کرلی د عشق زړی
زما
داغ عارضي نه دی چې به ورک شي
د لاله غوندې مې داغ ځایي راوړی
ګل
ګريوان په نغمه څيرې د بلبل کړ
نسيم نه دی ګریبان د غونچې سپړی
را
به ووځي عاقبت د غم له چاه
چې نيولی یې په لاس د مينې پړی
نه
دی مرد چې واخلي، ورکا، مرد هغه دی
چې ګټي پخپلو غړيو پوخ کا غړی
چې
څوک نه کاندي آزار، له چا نه اخلي
تر کسری تر حاتم ځان هغه تېر کړی
که
سفله څښتن د جاه شو، په دا څه شو
په معنی بړبوکی پورته کړه خنړی
زه خټک د يار په غم تازه تازه يم
غوريه خيل رحمان که شو ورځنې ستړی