

ملا لتاړ
ګاه
په خانقاه کې، ګاه مقيم په ميخانه یې
هيڅ درنه پوهيږم چې عاقل که ديوانه یې
کله هندو له مسلمان سره خپلوي کړي
کله له همه واړه عالمه بيګانه یې
ته
که ليونی د آهو چشمو مينې نه کړې
ولې شپه او ورځ لکه غرڅه په ويرانه یې
وایې
راته «ووايه چې دې جان که دې جانان يم»
ځار شم ستا تر سترګو هم مې جان هم جانان یې
شونډې
دې ياقوت دي، دُر ګوهر دې سپين غاښونه
سر تر پايه درست د بادشاهانو خزانه یې
څوک
دې له ليدو، څوک له خبرو مراد مومي
څوک دې له وصاله، د همه خلقو ستانه یې
باغ
دې څه پکار دی، خو دې مخ لکه ګلزار دی
يار لره راغلی د ګلونو په بانه یې
لږ
به ستا له مينې په رموز درته ووايم
میېن په ارويدو که د مجنون په افسانه یې
مۍ دې د خپل يار د شونډو څښلي دي پوهيږم
ځکه په ویل عبد القادره! مستانه یې