

عبدالقادر خان خټک
هر
عاشق چې طمع کاندي د وفا مې
تر وفا دې لا خوښيږي تر جفا مې
په
رښتيا زما د مخ عاشق هغه دی
چې د مخ مې ننداره کا تر قضا مې
دا
د خيال شاطر مې ډېر ملال را درومي
ګوره بيا په کوم ديار بند شو آشنا مې
ستا
زحمت د محبت دی طبيب ووې
بې ديدنه به روغ نه شې په دوا مي
د
ښامار د خولې مهره وکښل محال دي
ستا په تورو زلفو بنده شوه مدعا مې
د
آشنا د آشنايۍ قدر مې نه در
که په اور د بېلتانه سوزم سزا مې
ستا
د کوی پوښتنه کاندي نه یې مومي
ځکه هسې سرګردان ګرځي صبا مې
زما
وصل د هغو عبد القادره
چې خپل سر شیندي د وصل په بها مې