...

عبدالقادر خان خټک

ته څه هسې بې نظيره دلبر نه یې
 چې ښکاره په درست جهان لکه نمر نه یې

په هر کلي په محلت خبرې ستا شي
 هسې نه چې په عالم کې سمر نه یې

په پياله چې شونډې کيږدي نو عسل شي
 بيا به وایې چې په شونډو شکر نه یې

د سپوږمۍ ښایست په ستورو نه زياتېږي
 حاجتمند د لعلو دُرو ګوهر نه یې

آسمانونه مې د آه په لوګي تور شول
 ته لا هيڅ زما له سوزه خبر نه یې

که دې زړه دی چې توانګر شي طمع پرې کړه
 څو دې طمع چا ته شته توانګر نه یې

پهوړه، کچکولو شړی خو ډېر متاع دی
 څو دې ستن په کند چې شته قلندر نه یې

په جهان دې ځکه بوی د خوبۍ نه ځي
 چې بيدار لکه غنچه په سحر نه یې

ښه غزل درته ښکاره عبدالقادر کړ

 له معنو یې لذت واخله که کر نه یې