...

عبدالقادر خان خټک

د يوه په غولي وير د بل سرود دی
 چرته غم چرته ښادي د دنيا دود دی

په نور څه یې صحت نه کيږی له درده
 په هجران کې د يار ياد د خاطر سود دی

په ډېروالی یې لا غم په سړي ډېر شي
 بېهوده دې په دنيا پسې مښود دی

رنګينه شعر مې مه ګڼه خبرې
 دا روان زما د زړه د وينو رود دی

چرې نه چې خالي لاس ورځنې ووځي

 خريد کړه عبد القادره! بازار تُود دی