

عبدالقادر خان خټک
په
ویل د کوم بې رحمه ځيګر ورځي
چې دا هسې ډېر پس رایشي بيا ژر ځي
د
عاشق د سترګو نمر نه حجابيږي
ولې هسې شان مخ نغښتی په ميزرځی
د
زرګۍ یې په مقام په هله کيني
که د
ورکړې د مړانې په وزر ځي
د
هوسيو سترګې تورې د باز سرې دي
خونريزي تر تورو سترګو کا، لا ژر ځي
در
پوهيږم چې به سل مصلی لنګ کړې
چې دوهۍ و ته ډېره ډېره قلندر ځي
تصديع مه کړه کُشته ګاه و ته په سر ځي
که په وژله د بيدل عبد القادر ځي