...

عبدالقادر خان خټک

دريغه بيا په ګلو ګشت وکړي صبا شوی
 چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شوی

د شبنم پيالې یې نوشي لبالب کړي
 له مستۍ یې د هر ګل قميص قبا شوی

تور بورا تر هر هر ګل قربانيدلی
د بلبلو په هر لور باندې غوغا شوی

مخامخ له ياره کېناستی يوځله
 د هجران غمونه واړه پسِ شا شوی

که په کاڼي د هجران ميده شوم څه وشو
 د حِنا په دود خو وصل ستا له پا شوی

ما به ځان لکه پتنګ ترې صدقه کړ
 که چراغ یې د جمال راته نُما شوی

يار له ما نه و ما و ته نږدې دی
 که تر ميان حجاب پاره پاره زما شوی

«زه» او «ته» په محبت کې نه ځایېږي
 «زه» او «ته» له ميانه وُوتی يکتا شوی

خود یې پريږده نور راځه عبد القادره

 که دې زړه دی چې زه ستا شوی ته زما شوی