...

عبدالقادر خان خټک

د هغو چې اوربل شوی په ګوګل دی
 د زړه سود یې د آهونو په وکښل دی

ډير میېن یې ځبله بېل کړه نه صبريږي
 بېلتون هسې رنګ لا خير په بېلول دی

زړه مې د جدایۍ په اور سوزيږي
 که په زړه کې یې د يار محبت بل دی

څوک زما تر ياره ښه دی په خلقت کې
 که جفا راسره کاندي بخت مې خپل دی

ترو په څو به یې خلاصی له مينې کيږي
 په ازل چې اور نصيب زما د دل دی

له يوه چراغه درومي بل چراغ ته
 پروانه وو ته مثال ځکه حاصل دی

څه باور یې په ياري عبد القادره

 چې چاپير تر هر هر ګل لکه بلبل دی