...

عبدالقادر خان خټک

که د درست جهان بادشاه شي په هوا ځي
 عاقبت به له جهانه بې نوا ځي

که حشمت دې د سکندر تر حشم ډېر شي
 خالي لاس به ځنې بيا درومې يواځي

چې په تا باندی میېن ورته دې شا کړه
 له غليم سره دا هسې خوا په خوا ځي

د غفلت پنبه راوباسه له غوږو
 چې کڼو غوندې کوڼ نه درومي شنوا ځي

ستا په دا خندا خندا شي د هوښيارو
 چې آخر په ډېر ژړا په ډېر زګيروا ځي

که خاطر د تعلق له باره خلاص کړې
 د رِحلت په وخت به هاله بې پروا ځي

په عزت په حُرمت راغلی وَ دنيا ته
 په بد خوی ترې شرمنده خجل رُسوا ځي

څو قاصد لا د طلب راغلی نه دی
 بهتر دی عبد القادره چې پخوا ځي