

عبدالقادر خان خټک
نه
يوازې د لاله په سينه کَی دی
په دا باغ کې چې بې کَی دی هغه کَی دی
چې
په تخت د قناعت د پاسه کېناست
کمينه بنده د ده کاؤس او کَی دی
هر
چې وخوري هغه شا شي نور به پريږدي
دا دنيا د مهماني یې ښانکی دی
په
صورت یې پرهرونه زړه سوری کا
د هجران په لاس کې هسې ناوکی دی
چې
بدخوی درکې پيدا شي زر یې ورک کړه
بوټی وخيژي له مزکې څو تنکی دی
په
ورکړو یې مه شه خوښ بيا یې اخلي
دا جهان تر هلک لا په خوی سپکی دی
ګوندې
ستا په فعل خلاص عبد القادر شي
په طاقت کې خو هرګوره ټيکی دی