

عبدالقادر خان خټک
د
همه ښاديو سر د يار الم دی
چې فرياد ورځنې کاندي هغه ګرم دی
څو
دې زړه هومره ستم کوه دلبره!
په تندي مو قبول کړی ستا ستم دی
شکسته
په شکسته باندې عزيز وي
ځکه زړه مې ستا و زلفو و ته خم دی
مګر
ستا د مخ نمر و خيژي رڼا شي
کنه درست جهان په ما باندې تورتم دی
د
ښادۍ اميد دې لرې کا له دله
چې په تا باندې میېن شه تل یې غم دی
آیېنه
چې تا د مخ ګوري سکندر شي
چې په لاس کې جام د ميو لرې جم دی
عاقبت
به مخ تورن لکه قلم شي
هر سړی چې دوه زبان لکه قلم دی
ت
ايذا یې لا پخوا سزا د کړو ده
په معنی کې ظالم مار دی يا لړم دی
منت
بار د يار د خيال عبدالقادر دی
چې همېش ورسره مل په غره په سم دی