...

عبدالقادر خان خټک

ما د مينې خوی له ځایه دی راوړی
 تهمت اوس راباندې وایي روغ وګړی

په هغه نفس که وخيژي راضي يم
 چې مې بې د يار د يارو سره نغړی

مُرده دله، له سينې نه زړه بيرون کا
 يو ساعت په کور کې نه پريږدي څوک مړی

ښه چې راز مې و خپل يار و ته ښکاره شو
 نه اغيار ته چې هر چا و ته یې سپړي

ستا د رحم تر سېلابه پورې څه دي
 دا زما ګناه مثال لکه خسړی

په ماڼه یې هغه هم را څخه يووړ
 چې را پاتو و د صبر چړی پړی

جمعيت چې له دنيا په دنيا غواړي
 هغه غړی په معنی د شګو پړی

په حرص به یې نه لږ نه به یې زيات کا
خپل قسمت یې دی هر چا لره ورکړی

په خاکونو به یې وا ګل صد برګ شي
 چا چې زړه پاره پاره و ګور ته وړی

که درست عمر د يار غم عبد القادر کا

 خدای دې نه کا چې به شي ورځنې ستړی