...

عبدالقادر خان خټک

که خبر شې په لذت د ويرانیې
 اور به پورې کړې پخپله ودانیې

ستا په تله مې غم اندوه نصيب د زړه شو
 دريغه دريغه را به نه شې نادانیې

جمعيت مې د خاطر په ديدن ستا شي
 بې تا خلاص نه يم يو دَم له پريشانیې

ناکامۍ ورځنې ښه ده په څو رنګه
 چې مې وليدې د هر جا کامرانیې

غوړ تېره کا آیینه غبار یې صافه
 د مخ آب زياتوې ګرد د دهقانیې

عاقبت به دنيادار له دنيا درومي
 تش لاسونه زړونه ډک د پښيمانیې

په هزاره دشورایې کښيوزي له لاس کې
 راشه ګوره څرنګ ځي په آسانیې

چې په عقل غوبانه شپانه ترې ښه دي
 په دا دور هم هغه کاندي خانیې

دانا ځان پوه ګڼي عبدالقادره

 ته چې ځانته دانا وایې نادانیې