...

عبدالقادر خان خټک

پښتانه کوتاه اندېش دي
 سود غليم ته، زيان د خويش دي

نوشدار پکې ناياب دي
 واړه زهر، واړه نيش دي

حريصان، طامع، سترګ وږي
 په بد خوی نمک درويش دي

ملکان یې آدم کش دي
 کفر کشي کا چې درويش دي

پير مرشد یې جهالت دی

 نه په دين دي، نه په کيش دي