

عبدالقادر خان خټک
دا
څه اور دی نه پوهيږم چې په زړه زما بليږي
دا سيلاب له کومه راغی چې تر سترګو مې
چليږي
نن
زما د زړه په ښار کې نارې دي نه پوهيږم
چې مې روح له تنه درومي که آشنا له ما
بيليږي
څه
پوښتنه کړې له ما نه چې د زړه احوال دې څه دی
په مثال لکه ماهي دی چې په تېلو کې تليږي
د
ښه مخ صفت یې هيچا لکه حق دی ادا نه کړ
واصفان یې همه واړه د هلک غوندې لليږي
ځکه
هسې رنګ بې قدره صبا ور په ور جاروزي
چې په کوی د دلبر راشي ترې ګزر کاندې
تيریږي
فريادونه
کړه بلبلې! وينې ژاړه څو په تا شي
د آهاړ سيلۍ راغلې د ګل پاڼې به تليږي
دا
آسمان چې په تندي د پاسه ګرځي لکه ژرنده
د دانو په ځای سرونه شپه او ورځ پکې
دليږي
نه
يواځې زه او ته د جدایۍ په تيغ زخمي يو
په هر لور عبدالقادره! پرهارژلی دی
ګليږي
د غم شپه دې په ما بدله شوه عبد القادره!
چې جبين یې لکه نمر تر تور ور بل درته ځليږي